جنرال رازق:

د کوټې شورا د غړو په ګډون لسګونه طالبان مشران سولې ته حاضر شوي

25 حمل 1397 ساعت 9:09

د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق وايي، د کوټي شورا د یوې شمېر غړو په ګډون لسګونه طالب مشران سولې ته حاضر شوي او غواړي سوله وکړي.


د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق وايي، د کوټي شورا د یوې شمېر غړو په ګډون لسګونه طالب مشران سولې ته حاضر شوي او غواړي سوله وکړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې تېره ورځ جمعه ویلي، چې ده د کوټې شورا له غړو او یو شمېر نورو مهمو طالب قوماندانو سره اړیکه نیولې او دواړې خواوې موافقې ته رسېدلي دي.

د جنرال رازق په خبره د دغه تماسونو په لړ کې د کوټې شورا د یو شمېر غړو په ګډون شاوخوا ۶۰ مهم طالب مشران حاضر دي، چې سوله وکړي.

د کندهار امنیه قوماندان زیاتوي، د هغوی په منځ کې د طالبانو د وزیرانو، والیانو او د فرقو د قوماندانانو د کچې کسان شامل دي چې دغه طالب مشران به په کندهار کې یوې امن سیمې ته راولېږدوي.

د کندهار امنیه قوماندان ادعا کوي چې د طالبانو د کوټې شورا د یو شمېر غړیو په ګډون شاوخوا ۶۰ مهم طالب مشران حاضر شوي چې سوله وکړي.

د جنرال رازق په وینا تر دې وړاندې هم په تېرو درو کلونو کې یو شمېر طالب مشران له خپلو کورنیو سره کندهار ته ورغلي او په خوندي سیمه کې یې اړولي دي.

نوموړي سولې ته د دغو طالب مشرانو په هڅولو کې د نړیوالې ټولنې او قومي مشرانو د رول مننه وکړه او هیله یې څرګنده کړه چې د سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو حکومتونه به زیاته مرسته وکړي.

هغه په کندهار کې پخلا شویو طالب مشرانو ته د ازاد، سوله ییز او خوندي ژوند ډاډ ورکړ، ویې ویل چې هغوی د ولسي جرګې او ولسوالي شوراګانو په راتلونکو انتخاباتو کې ځانونه کاندیدولی شي.

جمهورخبري آژانس:کندهار
 
 
 


د مطلب کود: 103269

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/103269/

جمهور
  https://www.jomhornews.com