هند له افغانستان سره خپلې مرستې او همکارۍ زیاتوي

25 حمل 1397 ساعت 9:30

هند وايي، د افغانستان په ثبات او پرمختګ کې خپلې همکارۍ نورې هم ډېروي او دغه مرستو ته به ادامه ورکړي.


هند وايي، د افغانستان په ثبات او پرمختګ کې خپلې همکارۍ نورې هم ډېروي او دغه مرستو ته به ادامه ورکړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دا خبرې د هند د بهرنیو چارو وزیرې سوشما سوراج او د افغان دفاع وزیر طارق شا بهرامي تر منځ لیدنه کې شوې دي.

مېرمن سوراج ویلي هېواد یې چمتو دی، چې د افغانستان د بیا رغونې او پرمختګ لپاره خپلو مرستو ته ادامه ورکړي.

هغې له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د افغان ځواکونو زړورتیا ستایلې ده او په وینا یې افغانان به له ترهګرۍ سره په روانه مبارزه کې بریالي راوځي.

اغلې سوراج زیاته کړې، چې هند د تېرو مرستو په دوام د افغانستان-هند د اړیکو د لا پراختیا او قوت لپاره پخپلو مرستو کې ډېروالی راولي او د یوه با ثباته افغانستان غوښتونکي دي.

 د هند د بهرنیو چارو وزیرې سوشما سوراج هیله څرګنده کړې، چې افغانان به د یوه امن، با ثباته، متحد او پرمختللي هېواد شاهدان شي.

په ورته وخت د افغانستان دفاع وزیر له سوراج غوښتي چې هند د افغانستان په امنیت، ثبات او پرمختګ کې تر دې هم پياوړی رول ادا کړي.

نوموړي ویلي، هند کولی شي د ترهګرۍ په خمتولو او پرمختګ کې د افغانستان لپاره ښه ملګری وي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 103272

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/103272/

جمهور
  https://www.jomhornews.com