د امریکا د دفاع وزارت یا پنټاګونو یوه لوړ پوړي چارواکي جنرال مارک ميلي ویلي تر څو چې په پاکستان کې د ترهګرو مرکزونه له منځه نه وي وړل شوي تر هغې ترهګر نه شي ختمېدالی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې جنرال میلي د امریکا د کانګرس د وسله والو ځواکونو کمېټې ته د خبرو پر ویلي د ترهګرو د ماتې له پاره لومړی باید په پاکستان کې د هغوی مرکزونه له منځه یو وړل شي او دا یو اړین کار دی.
نوموړي زیاته کړې، تر څو چې په پاکستان کې د ترهګرو امن مرکزونه شتون ولري، په افغانستان کې به طالبان، حقاني شبکه داعش او نورې ترهګرۍ ډلې ماتې نه شي.
جنرال میلي ټینګار کړی او ویلي یې دي،«که په افغانستان کې د ستونزې حل غواړو، نو پاکستان باید د ستونزې یوه برخه وګڼل شی.»
په ورته وخت کې هغه دا هم ویلي، چې طالبان، حقاني شبکه یا داعش د افغان حکومت لپاره، ځکه ګواښ نه دي، چې افغان ځواکونه له خپل هېواد ددفاع وړتیا لري.
هغه په خپلو خبرو کې سناتورانو ته ویلي، چې د افغانستان د ثبات لپاره ښه لار دا ده، چې د افغان ځواکونو ملاتړ وشي او دغه پوځیان نور هم پياوړي شي.
هغه ټينګار کړی، چې امریکا باید د خپلو ګټو لپاره په افغانستان کې خپل نظامي حضور ته ادامه ورکړي او دغه راز له ترهګرۍ سره موثرې مبارزې لپاره باید پر پاکستان هم فشارونه ډېر شي.
جمهورخبري آژانس:کابل