۰
د امریکا دفاع وزیر:

د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د ټرمپ تګلاره بریالۍ ده

شنبی ۲۵ حمل ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۳۹
د امریکا دفاع وزیر جیمز متیس، ویلي د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د ټرمپ تګلاره بریالۍ ده او له ترهګرۍ سره پر مبارزې شک ته ځای نشته دی.
د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د ټرمپ تګلاره بریالۍ ده
د امریکا دفاع وزیر جیمز متیس، ویلي د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د ټرمپ تګلاره بریالۍ ده او له ترهګرۍ سره پر مبارزې شک ته ځای نشته دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې متیس ټینګار کړی، چې امریکا له ترهګرۍ سره مبارزې ته ژمن ده او د ټرمپ تګلارې دا ثابته کړه، چې امریکا غواړي په افغانستان او جنوبي اسیا کې د ترهګرو ځالې له منځه یوسي.

جنرال متیس دغه څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې د امریکا د دفاع وزارت یو بل لوړ پوړي قوماندان ویلي، چې د ترهګرو د ماتې له پاره اړینه ده، چې په پاکستان کې د هغوی مرکزونه له منځه یووړل شي.

امریکايي جنرال د امریکا د کانګرس د وسله والو ځواکونو کمېټې ته د خبرو پر ویلي د ترهګرو د ماتې له پاره لومړی باید په پاکستان کې د هغوی مرکزونه له منځه یو وړل شي او دا یو اړین کار دی.

د هغه په وینا تر څو چې په پاکستان کې د ترهګرو امن مرکزونه شتون ولري، په افغانستان کې به طالبان، حقاني شبکه داعش او نورې ترهګرۍ ډلې ماتې نه شي.

جنرال میلي ټینګار کړی او ویلي یې دي،«که په افغانستان کې د ستونزې حل غواړو، نو پاکستان باید د ستونزې یوه برخه وګڼل شی.»

په ورته وخت کې هغه دا هم ویلي، چې طالبان، حقاني شبکه یا داعش د افغان حکومت لپاره، ځکه ګواښ نه دي، چې افغان ځواکونه له خپل هېواد ددفاع وړتیا لري.

هغه په خپلو خبرو کې سناتورانو ته ویلي، چې د افغانستان د ثبات لپاره ښه لار دا ده، چې د افغان ځواکونو ملاتړ وشي او دغه پوځیان نور هم پياوړي شي.

هغه ټينګار کړی، چې امریکا باید د خپلو ګټو لپاره په افغانستان کې خپل نظامي حضور ته ادامه ورکړي او دغه راز له ترهګرۍ سره موثرې مبارزې لپاره باید پر پاکستان هم فشارونه ډېر شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي