د برېښنا شرکت وايي، وسله والو مخالفينو يو ځل بيا په بغلان ولايت کې د ازبکستان د وارداتي برېښنا لينونه پرې کړي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یاد شرکت ویلي، چې وسله والو مخالفینو تېره شپه دغه مزي پرې کړي، چې له امله يې پر کابل ښار برېښنا پرې شوې ده.
د برېښنا شرکت چارواکي وايي، دوی هڅه کوي دغه مزي بېرته ونښلوي.
باید و ویل شي، چې څو اونۍ وړاندې هم ناپېژانده وسله والو د یادې برېښنا یوه پایه الوزولې وه، چې د څو ساعتونو له تېرېدو وروسته ورغول شوه.
جمهورخبري آژانس:کابل