برېښنا شرکت:

وسله والو مخالفینو بیا په بغلان کې د برېښنا مزي پرې کړي دي

25 حمل 1397 ساعت 9:42

د برېښنا شرکت وايي، وسله والو مخالفينو يو ځل بيا په بغلان ولايت کې د ازبکستان د وارداتي برېښنا لينونه پرې کړي دي.


د برېښنا شرکت وايي، وسله والو مخالفينو يو ځل بيا په بغلان ولايت کې د ازبکستان د وارداتي برېښنا لينونه پرې کړي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې یاد شرکت ویلي، چې وسله والو مخالفینو تېره شپه دغه مزي پرې کړي، چې له امله يې پر کابل ښار برېښنا پرې شوې ده.

د برېښنا شرکت چارواکي وايي، دوی هڅه کوي دغه مزي بېرته ونښلوي.

باید و ویل شي، چې څو اونۍ وړاندې هم ناپېژانده وسله والو د یادې برېښنا یوه پایه الوزولې وه، چې د څو ساعتونو له تېرېدو وروسته ورغول شوه.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 103275

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/103275/

جمهور
  https://www.jomhornews.com