ولسمشر غني او لومړۍ مېرمنې د ټاکنو له پاره نوم لیکنه وکړه

25 حمل 1397 ساعت 12:38

افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د هېواد لومړۍ مېرمن بي بي ګل د پارلماني او ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو له پاره نوم لیکنه وکړه.


افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د هېواد لومړۍ مېرمن بي بي ګل د پارلماني او ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو له پاره نوم لیکنه وکړه.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د ټاکنو خپلواک کمېسیون نن شنبې د وري ۲۵ مه د راتلونکو پارلماني او ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو له پاره د رایه ورکونکو د لوم لیکنې لړۍ پیل کړه.

ولسمشر غني له نوم لیکنې وروسته و ویل، چې افغان حکومت د رڼو، شفافه او پر خپل وخت ټاکنو ته ژمن دی او د ټاکنو په پروسه کې هېچا ته د مداخلې اجازه نه ورکوي.

ولسمشر و ویل، چې تر اوسه یې خپله هم د کمېسیون له رییس او غړو سره نه دي لیدلي او له ټولو نظامي او ملکي چارواکو څخه جدي غوښتنه لري، چې د ټاکنو په بهیر کې له لاس وهنې ډډه وکړي.

ښاغلي غني ټينګار وکړ، چې په ټاکنو کې هېڅ ډول لاس وهنه ورته د منلو نه ده او د کمېسیون له چارواکو یې وغوښتل، چې د تخلف په صورت کې دې له حکومت سره موضوع شریکه کړي.

دغه راز هغه د ټاکنو له خپلواک کمېسیون څخه وغوښتل، چې په پوره امانت دارۍ ټاکنې تر سره کړي او هېڅ ډول مداخلې او دوکې ته اجازه ورنکړي.

افغان ولسمشر و ویل، چې ټاکنې د ولسي اراده ده او په ولس پورې اړه لري او د ټاکنو په خبلواک کمېسیون کې هېڅ ډول قومي، لساني او نورو توپیرونو ته ځای نشته.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 103289

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/103289/

جمهور
  https://www.jomhornews.com