د زابل د شهر صفا ولسوالۍ امنیه قوماندان و وژل شو

25 حمل 1397 ساعت 15:07

سیمه ییز چارواکي وايي، د زابل ولایت د شهر صفا ولسوالۍ امنیه قوماندان ګل احمد ګرانی په کندهار ولایت کې وژل شوی دی.


سیمه ییز چارواکي وايي، د زابل ولایت د شهر صفا ولسوالۍ امنیه قوماندان ګل احمد ګرانی په کندهار ولایت کې وژل شوی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې پېښه نن شنبې د وري ۲۵ مه له غرمې وروسته د کندهار ښار د نهمې امنیتي حوزې اړوند د جادې په سیمه کې شوې ده.

د کندهار ولایت مطبوعاتي دفتر وايي، ګل احمد ګرانۍ په یاده سیمه کې د نامعلومه وسله والو کسانو په یوه غلچکي برید کې وژل شوی دی.

دغه دفتر زیاته کړې، چې وسله وال په موټر سایکل سپاره و، او له برید وروسته په تېښته بریالي شوي دي.

د کندهار مطبوعاتي دفتر دا هم ویل، چې په دې برید کې د قوماندان ګرانۍ یو تن ساتونکی هم ټپي شوی دی.

باید و ویل شي، چې ګل احمد ګرانۍ له تېرو څو کلونو راهیسې د زابل ولایت د شهر صفا ولسوالۍ امنیه قوماندان وو.

تر اوسه د دغه برید مسؤولیت چا پر غاړه نه دي اخیستی.

جمهورخبري آژانس:کندهار
 
 


د مطلب کود: 103293

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/103293/

جمهور
  https://www.jomhornews.com