اکرم خپلواک:

د طالبانو تر منځ د سولې لپاره جدي بحثونه روان دي/ دوی دوه میاشتې وخت لري کنه موږ به دوهم او درېیم پلان پیل کړو

25 حمل 1397 ساعت 15:41

د سولې د عالي شورا د دارالانشاء رییس محمد اکرم خپلواک وايي، که طالبان د سولې په تړاو د افغان حکومت طرحې ته لبیک ونه وایي، حکومت به په دوهم او درېیم پلان کار پیل کړي.


د سولې د عالي شورا د دارالانشاء رییس محمد اکرم خپلواک وايي، که طالبان د سولې په تړاو د افغان حکومت طرحې ته لبیک ونه وایي، حکومت به په دوهم او درېیم پلان کار پیل کړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي خپلواک دغه څرګندونې نن شنبې د وري ۲۵ مه د ولسي جرګې په استماعیه غونډه کې وکړې.

نوموړي و ویل، چې افغان حکومت طالبانو ته د سولې یوه جامعې طرحه وړاندې کړې او تمه ده، چې طالبان به هم دغه طرحې ته لبیک و وايي.

نوموړي زیاته کړه، چې نړیوالو، سیمه ییزو او په هېواد کې روان فشارونه به طالبان دې ته اړ کړل چې د سولې بین الافغاني مذاکراتو ته لبیک و وايي.

هغه وايي، د طالبانو ترمنځ د سولې لپاره جدي بحثونه روان دي او ښايي دغه بحثونه مثبتې پایلې ولري، خو که په وینا یې طالبان دغه طرحه ونه مني، نو حکومت به پر خپل دوهم او درېیم پلان کار پیل کړي.

خپلواک د حکومت د دوهم او درېیم پلان په اړه چې څه ډول به وي جزیات ورنه کړل، خو ټینګار یې وکړ، چې تمه ده طالبان بین الاافغاني مزاکراتو ته غاړه کېږدي، ځکه د ده په خبره هغوی دوه میاشتې وخت لري.

که څه هم طالبانو تر اوسه د سولې په تړاو د حکومت وړاندې شوې طرحې ته غبرګون نه دی ښودلی، خو وړاندې تر دې ویل کېدل، چې د دوی تر منځ په دې اړه خبرې روانې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د کندهار امنیه قوماندان جنرال رازق ویلي د کوټې شورا د یو شمېر غړو په ګډون ۶۰ تنو لوړ پوړو طالب چارواکو د سولې خبرو ته غاړه ایښې او غواړي سوله وکړي.

جنرال رازق ویلي، چې دغه طالبانو کې د هغو د قوماندانانو، والیانو، او ان وزیرانو په کچه افراد شامل دي او دوی به د کندهار یوې امن سیمې ته راولېږدول شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 103298

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/103298/

جمهور
  https://www.jomhornews.com