۰

مصر کې ۸ سرتېري او ۱۴ وسله وال وژل شوي

یکشنبه ۲۶ حمل ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۰۹
د مصر په سینا ایالت کې د یوې وسله والې نښتې پر مهال ۸ مصري سرتېري او ۱۴ وسله وال وژل شوي دي.
مصر کې ۸ سرتېري او ۱۴ وسله وال وژل شوي
د مصر په سینا ایالت کې د یوې وسله والې نښتې پر مهال ۸ مصري سرتېري او ۱۴ وسله وال وژل شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د مصر پوځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه نښته پرون شنبې د وري ۲۵ مه د سینا ښار په مرکزي برخه کې رامنځ ته شوې.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، څو تنو ځانمرګو وسله والو چې لاسي بمونه هم ورسره و، د سینا په مرکزي برخه کې پر یوې امنیتي پوستې برید وکړ او نښته رامنځ ته شوه.

اعلامیه وايي، په دې نښته کې ۸ مصري پوځیان وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان شوي دي، خو د پوځ په برید کې بیا ۱۴ وسله وال وژل شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي