مصر کې ۸ سرتېري او ۱۴ وسله وال وژل شوي

26 حمل 1397 ساعت 8:09

د مصر په سینا ایالت کې د یوې وسله والې نښتې پر مهال ۸ مصري سرتېري او ۱۴ وسله وال وژل شوي دي.


د مصر په سینا ایالت کې د یوې وسله والې نښتې پر مهال ۸ مصري سرتېري او ۱۴ وسله وال وژل شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د مصر پوځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه نښته پرون شنبې د وري ۲۵ مه د سینا ښار په مرکزي برخه کې رامنځ ته شوې.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، څو تنو ځانمرګو وسله والو چې لاسي بمونه هم ورسره و، د سینا په مرکزي برخه کې پر یوې امنیتي پوستې برید وکړ او نښته رامنځ ته شوه.

اعلامیه وايي، په دې نښته کې ۸ مصري پوځیان وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان شوي دي، خو د پوځ په برید کې بیا ۱۴ وسله وال وژل شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 103306

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/103306/

جمهور
  https://www.jomhornews.com