۰

د امریکا دفاع وزارت وايي د سوریې کیمیاويي سیستم یې فلج کړی

یکشنبه ۲۶ حمل ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۴۱
د امریکا دفاع وزارت وايي، له برېتانیا او فرانسې سره یو ځای د دوی په پوځي بریدونو کې د سوریې د کیمیاوي وسلو سیستم فلج شوی دی.
د امریکا دفاع وزارت وايي د سوریې کیمیاويي سیستم یې فلج کړی
د امریکا دفاع وزارت وايي، له برېتانیا او فرانسې سره یو ځای د دوی په پوځي بریدونو کې د سوریې د کیمیاوي وسلو سیستم فلج شوی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د پنټاګونو یوه لوړ پوړي چارواکي جنرال کنټ مک کنزي په یوه خبري غونډه کې و ویل، چې حمص او دمشق ته نږدې  د کیمیاوي وسلو په دریو مرکزونو دغه بریدونو د سوریې د کیمیاوي وسلو برنامه کلونه شاته وغورځوله.

نوموړي ویلي، چې بریدونه ډېر دقیق او ګټور تر سره شوي، په ځانګړي ډول هغه بمبار چې د سوریې په شمال کې د پوځ د کیمیاوي وسلو په زړه تر سره شو.

جنرال مک کنیزي زیاته کړه، چې د سوریې د پوځ هوايي مدافع ځواک  نه دی توانېدلی، چې د هېڅ یوه توغندي مخه نه ونیسي او یا یې هم شنډ کړي.

هغه دا هم و ویل، چې د دوی د بریدونو پر وړاندې د روسیې دفاعي سیستم هېڅ غبرګون نه دی ښودلی خو د سوریې هوايي دفاع له بمبار وروسته په قصدي ډول ۴۰ مزایل توغولي دي.

که څه هم دې امریکايي جنرال ویلی، چې روسیې هېڅ غبرګون نه دی ښودلي، خو د روسیې دفاع وزارت وايي، د سوریې د هوایي دفاع ځواک له ۱۰۳ ویشتل شویو توغندیو د ۷۱ هغو مخنیوی کړی او شنډ کړي یې دي.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي