د متحده عربي اماراتو لوړپوړو چارواکو ویلي، چې هېواد یې په افغانستان کې د سولې غوښتونکی دی او د افغان دولت په مشرۍ د سولې له هڅو ملاتړ کوي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه څرګندونې په کابل کې د متحده عربي اماراتو د سفارت سفرست او شارژدافیر عیسی المزوري کړې دي.
د افغانستان د ملي امنیت شورا وایي، المزوري تېره ورځ شنبې د وري ۲۵ مه د افغانستان د ملي امنیت شورا له سلاکار محمد حنیف اتمر سره ولیدل.
سرچینه زیاتوي، چې المزروي و ویل، چې هېواد یې د افغانانو په مشرۍ د سولې له هڅو ملاتړ کوي، او په دې برخه کې مرستې ته چمتو دی.
په ورته وخت افغان حکومت وايي، د سولې د تنګښت په برخه کې د متحده عربي اماراتو رغندل رول مهم دی او په دې برخه کې د هغوی همکاري ګټوره بولي.
د ملي امنیت شورا په بیان کې د ښاغلي اتمر په حواله ویل شوي چې متحده عربي امارات د افغانستان د سولې او اقتصادي ودې په برخو کې مهم رول لوبولی شي.
جمهورخبري آژانس:کابل