۰

ټرمپ په سوریه د نورو بریدونو ګواښ هم کړی دی

یکشنبه ۲۶ حمل ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۰۵
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ خبردارۍ ورکړی، چې که سوریه بیا کمیاوي بریدونه وکړي، نو امریکا به هم پر سوریه نور بریدونه وکړي.
ټرمپ په سوریه د نورو بریدونو ګواښ هم کړی دی
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ خبردارۍ ورکړی، چې که سوریه بیا کمیاوي بریدونه وکړي، نو امریکا به هم پر سوریه نور بریدونه وکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ټرمپ دغه خبردارۍ وروسته له هغې دی، چې تېره ورځ امریکا، برېتانیا او فرانسې په ګډه په سوریه کې یو شمېر بریدونه وکړل.

امریکايي پوځي چارواکو ویلي د دوی بریدونه دقیق وو او په دغه بریدونو سره یې د سوریې د کیمیاوي وسلو څو مرکزونه له منځه وړي دي.

د امریکا دفاع وزارت ویلي، چې دغه بریدونه حمص او دمشق ته نږدې پر دریو مرکزونو شوی، چې په تر سره کېدو یې د  سوریې د کیمیايي وسلو پروګرام کلونه شاته وغورځاوه.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي