طالبانو د سرپل ولایت په سنچارک ولسوالۍ ډلیز برید کړی دی

26 حمل 1397 ساعت 10:40

سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، وسله والو طالبانو د سرپل ولایت په سنچارک ولسوالۍ ډلیز بریدونه کړي او له سیمه ییز پاڅون کوونکو سره په نښته کېوتلي دي.


 سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، وسله والو طالبانو د سرپل ولایت په سنچارک ولسوالۍ ډلیز بریدونه کړي او له سیمه ییز پاڅون کوونکو سره په نښته کېوتلي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې چارواکي زیاتوي، وسله والو طالباتو تېره شپه د یادې ولسوالۍ د تغای خوجه او تبر په سیمو کې بریدونه تر سره کړي دي.

د سرپل والی محمد ظاهر وحدت په خپله فسبوک پاڼه لیکي، چې طالبان د برید پر مهال د سیمه ییزه پاڅونکونکو له سخت مقاومت سره مخ شوي او نښته شوې ده.

نوموړي ویلي، چې د طالبانو په دغه برید کې ۱۱ پاڅون کوونکي وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.

د سرپل والي زیاته کړې، چې د سیمه ییزه پاڅونوالو له خوا هم د حاجي خالد په نوم د طالبانو د یو وتلي قوماندان او نښه ویشتونکي په ګډون ۳ طالبان وژل شوي او څلورنور ټپیان شوي دي.

دی وایي، دا مهال سیمې ته مرستندویه ځواکونه رسېدلي او حالت تر کنټرول لاندې دي.

طالبانو په دې اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:سرپل
 
 


د مطلب کود: 103314

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/103314/

جمهور
  https://www.jomhornews.com