د داعش یو قوماندان امنیتي ځواکونو ته تسلیم شوی دی

26 حمل 1397 ساعت 12:06

په شمال کې د پوځ چارواکي وايي، په جوزجان ولایت کې د داعش ډلې یو سیمه ییز قوماندان افغان پوځ ته تسلیم شوی دی.


 په شمال کې د پوځ چارواکي وايي، په جوزجان ولایت کې د داعش ډلې یو سیمه ییز قوماندان افغان پوځ ته تسلیم شوی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغلته د ۲۰۹ شاهین قول اردو نه د وري په ۲۶ مه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د داعش تسلیم شوی قوماندان محمد نبي نومېږي او په درزاب ولسوالۍ کې یې ځان امنیتي ځواکونو ته سپارلی دی.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، محمد نبي په حقیقت له پوهېدو وروسته افغان ځواکونو ته تسلیم شوی او خپله یو میل وسله او مخابره یې هم هغوی ته سپارلې ده.

بل خوا شاهین قول اردو وایي، افغان هوایي ځواکونو د بغلان ولایت په دوشي ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو پر پتځایونو بریدونه کړي دي.

سرچینه وایي، په دې عملیاتو کې طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې او په برید کې هغه وسله وال په نښه شوي، چې په دې وروستیو کې د برېښنا ستنو د جوړېدو مخه نیوله.

دغه راز شاهین قول اردو په یوه بله خبرپانه کې بیا د بدخشان ولایت د خاش ولسوالۍ د ګذر په کلي کې د وسله والو طالبانو د یوه سیمه ییز قوماندان د وژل کېدو خبر ورکوي.

سرچینه وايي، امنیتي ځواکونه په یاده سیمه کې له طالبانو سره په نېښته کېوتي و، چې په ترڅ کې یې د مقتدر په نوم د طالبانو یو قوماندان وژل شوی او جسد یې امنیتي ځواکونو ته په لاس ورغلی دی.

طالبانو او داعش تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:شمال
 


د مطلب کود: 103321

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/103321/

جمهور
  https://www.jomhornews.com