ترکیه په افغانستان کې پانګونه کوي

27 حمل 1397 ساعت 8:47

د ترکیې د اقتصاد وزارت وايي، د هېواد خصوصي سکتور یې چمتو دی، چې په افغانستان کې په بېلا بېلو برخو کې پانګونه وکړي.


د ترکیې د اقتصاد وزارت وايي، د هېواد خصوصي سکتور یې چمتو دی، چې په افغانستان کې په بېلا بېلو برخو کې پانګونه وکړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه څرګندونې د ترکیې د اقتصاد وزارت مرستیال فتح متین چې د ترکیې د خصوصي شرکت د یوه پلاوی په مشرۍ کابل ته راغلی، تېره ورځ د وري ۲۶ مه په ولسمشرۍ ماڼې کې له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره د لیدنې پر مهال کړې دي.

د ترکیې د اقتصاد وزارت مرستیال په خبرو کې ویلي، چې د خپل سفر په ترڅ کې به د افغانستان د کابینې او د خصوصي سکتور له غړو سره ناستې ولري او د پانګونې د ښه والي له پاره به ګډې هڅې وکړي.

متین او ورسره پلاوي په دې ناست کې د پانګونې پر فرصتونو او دغه راز په افغانستان کې د ترکیې د خصوصي شرکتونو پر پانګونې هم خبرې اترې شوې دي.

په ورته وخت افغان ولسمشر محمد اشرف غني د افغانستان او ترکیې تر منځ د اړیکو په ځانګړې ډول د سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې پر همکاریو ټنګار وکړ، او ویې ویل، چې ترکیه په دې برخه کې ښې تجربې لري او دا کولای شي د دواړو هېوادونو د اړیکو له پاره ګټور تمام شي.

ښاغلي غني ویلي، چې په افغانستان کې د برېښنا، د الکترونیکي وسایلو د تولید، مخابراتو، نوري فایبر، د کرنیزو تولیداتو د پروسس او سړو خونو د جوړلو، د سمټو تولید، نساجۍ او روغتیا په برخو کې د پاګونې ګڼې زمینې شته دي.

افغان ولسمشر و ویل، چې حکومت د شته پالیسۍ سره سم د پانګونې په برخه او د پانګوالو په هڅونه کې وړ سهولتونه رامنځ ته کړي او چمتو دی، چې له اقتصادي زون څخه د ګټې اخیستنې په موخه زمینه برابره کړي.

نوموړي ویلي، چې افغان حکومت د پاګونې، عامه او خصوصي شرکتو د پراختیا په برخه کې ګډې هڅې خوښوي او په وینا یې افغان – ترک شرکتونه کولای شي په دې برخه کې اغېزمن رول ولري

د ترکیې د اقتصاد وزارت مرستیال هم ویلي، چې دوی به په دغه وړاندیزونو غور وکړي او په وینا یې د ترکیې خصوصي سکتور چمتو دی، چې په افغانستان کې په بېلا بېلو برخو کې پانګونه وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 103336

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/103336/

جمهور
  https://www.jomhornews.com