له پاکستان سره په جګړه کې دوه ملکي افغانان او یو سرحدي سرتېری شهیدان شوي

27 حمل 1397 ساعت 9:24

له خوست ولایت نه وروستي راپورونه وايي، د پاکستاني پوځیانو د یرغل د مخینوي په جګړه کې دوه ملکي افغانان او یو سرحدي سرتېری شهیدان شوي او درې پاکستاني پوځیان وژل شوي دي.


له خوست ولایت نه وروستي راپورونه وايي، د پاکستاني پوځیانو د یرغل د مخینوي په جګړه کې دوه ملکي افغانان او یو سرحدي سرتېری شهیدان شوي او درې پاکستاني پوځیان وژل شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د خوست ولایت ځاځي میدان ولسوالۍ اړوند د ډېورنډ کرښې سره هغه مهال د افغان او پاکستاني ځواکونو تر منځ نښته وشوه، چې پاکستاني ځواکونه پښه له کرښې راواړوله.

پاکستاني ځواکونو هڅه کوله د ځاځي میدان ولسوالۍ د جنډو سره پوسته چې ډېره حاکمه او ستراتېژیکه نقطه او ټوله ولسوالي ترې لاندې ده ونیسي خو افغان ځواکونو او ځای اوسېدونکو یې مخینوی وکړ او پاکستاني پوځیانو ته یې غاښ ماتونکی ځواب ورکړ.

دغه جګړه تېره ورځ سهار پیل شوه، چې د افغان ځواکونو د ملاتړ له پاره قومي خلک هم ورغلل او جګړې تر مازیګره دوام درلود.

په جګړه کې دوه خوستي ځوانان او یو هم د سرحدي پولیسو سرتېری شهیدان شوي، خو پاکستاني پوځیانو ته یې هم درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

د خوست والي حکم خان حبیبي ویلي د پاکستان د دریو وژل شویو سرتېرو جسدونه هم د افغان ځواکونو لاس ته ورغلي او یو تن یې ژوندی نیول شوی دی.

هغه وايي اوس د پکتیا په ډنډې پټان ولسوالۍ کې د دواړو دولتونو د پوځي رهبرۍ او دغه راز د کرښې دواړو غاړو ته د پرتو قومي مخور په ناسته کې د اوربند پرېکړه وشوه.

د خوست والي ویلي، اوس د جګړې په باب کومه اندېښنه نشته، خو پاکستان د خپلو وژل شویو سرتېرو د جسدونو غوښتنه کوي چې هغه به د نړیوالو سرحدي قوانینو په رڼا کې بیا له دوی سره تعامل کېږي.

جمهورخبري آژانس:خوست
 
 
 
 
 


د مطلب کود: 103338

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/103338/

جمهور
  https://www.jomhornews.com