امریکا په روسیه نور بندیزونه لګوي

27 حمل 1397 ساعت 10:45

امریکايي چارواکو ویلي، دا چې روسیې په سوریه کې د بشارالاسد له رژیم څخه ملاتړ ته دوام ورکوي، نو امریکا به پرې نور بندیزونه هم ولګوي.


امریکايي چارواکو ویلي، دا چې روسیې په سوریه کې د بشارالاسد له رژیم څخه ملاتړ ته دوام ورکوي، نو امریکا به پرې نور بندیزونه هم ولګوي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیرې نیکي هیلي دغه بندیزونه به نن دوشنبې د وري ۲۷ د امریکا د خزانې وزارت له خوا په روسیه ولګول شي.

هیلي سي بي اېس تلویزیون ته په یوه مرکه کې ویلي، چې بندیزونه به مستقیماً هر هغه کمپنۍ هدف وګرځوي چې د کیمیاوي وسلو په کارولو او د اسد د رژیم لپاره د تجهیزاتو په برابرولو کې یې برخه اخیستې وي.

د هغې په وینا د امریکا د خزانې وزیر سټیوین منوچین دا نوي بندیزونه د دوشنبې په ورځ اعلان کړي.

روسیې هم ویلي، چې له دغه بندیزونو یې خبر تر لاسه کړی، خو زیاته کړې یې ده، چې دا بندیزونه بې ځایه او غیر قانوني دي.

باید و ویل شي، چې امریکا څو ورځې وړاندې هم په یو شمېر روسي لوړ پوړو وګړو او شرکتونو باندې ځینې بندیزونه لګولي وو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 103342

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/103342/

جمهور
  https://www.jomhornews.com