پوتین:

پر سوریه نور بریدونه به د نړۍ د ګډوډۍ سبب شي

27 حمل 1397 ساعت 11:00

د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین خبردارۍ ورکړی، چې د امریکا او شریکباڼو له خوا یې پر سوریه نور بریدونه به نړۍ له ګډوډۍ سره مخ کړي.


د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین خبردارۍ ورکړی، چې د امریکا او شریکباڼو له خوا یې پر سوریه نور بریدونه به نړۍ له ګډوډۍ سره مخ کړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې کریملین په یوه یوه اعلامیه کې د پوتین له قوله ویلي، چې په سوریې د امریکا او غربي هېوادونو لخوا د توغندیو د وارولو سره به د سوریې د ٧ کلنې جگړې د سیاسي حل کولو کوښښونه د ناکامۍ سره مخ شي.

پوتین زیاته کړې، چې دغه بریدونه د ملګرو ملتونو د قوانینو سره په ټکر کې دي او که دوام پیدا کړي نو په نړۍ کې به ګډوډي پیدا شي.

پوتین دغه څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې د سوریې په حمص او دمشق د امریکا، برېتانیا او فرانسې تر بریدونو وروسته د امریکا ولسمشر ټرمپ ګواښ وکړ، چې که سوریه کې بیا هم کوم کېمیاوي برید وشي، نو دوی به په سوریه نور بریدونه هم وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 103344

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/103344/

جمهور
  https://www.jomhornews.com