طالبان:

په نمایشي او جعلي ټاکنو کې برخه نه اخلو

27 حمل 1397 ساعت 11:16

وسله والو طالبانو د افغان ولسمشر محمد اشرف غني هغه وړاندیز رد کړی، چې له طالبانو یې په راتلونکو او پارلماني او ولسوالیو شوراګانو کې د ګډون غوښتنه کړې وه.


وسله والو طالبانو د افغان ولسمشر محمد اشرف غني هغه وړاندیز رد کړی، چې له طالبانو یې په راتلونکو او پارلماني او ولسوالیو شوراګانو کې د ګډون غوښتنه کړې وه.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ولسمشر غني د تېرې شنبې په ورځ د پارلماني او ولسوالیو شوراګانو له پاره د رایې ورکوونکو د نوم لیکنې د بهیر له پرانستلو وروسته له طالبانو هم وغوښتل، چې په ټاکنو کې برخه واخلي.

ښاغلي غني و ویل، چې طالبانو ته یې د سولې یوه جامع او بشپړه طرحه وړاندې کړې، چې له سیمه ییز او نړیوال ملاتړ څخه برخمنه ده، نو طالبانو ته هم ښايي، چې له فرصت څخه ګټه واخلي او سوله وکړي.

ولسمشر و ویل، که طالبان باوري، چې په ولس کې ریښې لري نو سوله دې وکړي او په ټاکنو کې د برخه واخلي.

خو وسله والو طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره د ولسمشر دغه وړاندیز رد کړی او ویلي یې دي، چې دوی په نمایشي او جعلي ټاکنو کې برخه نه اخلي.

طالبانو په دې اعلامیه کې ویلي، د بهرنیو ځواکونو په پراخ شتون کې ټول تصمیمونه امریکایان نیسي نو ځکه دغه ټاکنې هم جعلي او نمایشي دي.

په اعلامیه کې ویل شوی، چې طالبان په دې ټاکنو کې برخه نه اخلي او له ولس څخه هم غواړي، چې په ټاکنو کې برخه وانخلي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون هم له وسله والو طالبانو غوښتي، چې په ټاکنو کې برخه واخلي او په دې برخه کې له خلکو سره همکاري وکړي.

باید و ویل شي، چې د پارلماني او ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو له پاره د رایه ورکوونکو د نوم لیکنې بهیر د تېرې شنبې د وري ۲۵ مه په ټولو هېواد کې پیل شو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 103345

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/103345/

جمهور
  https://www.jomhornews.com