لوړ پوړي افغان او بهرني امنیتي چارواکي کندهار ته تللي دي

27 حمل 1397 ساعت 13:54

لوړ پوړي افغان او بهرني امنیتي چارواکي، د کندهار د امنیتي وضعیت د ارزولو په موخه دغه ولایت ته رسېدلي دي.


لوړ پوړي افغان او بهرني امنیتي چارواکي، د کندهار د امنیتي وضعیت د ارزولو په موخه دغه ولایت ته رسېدلي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د ملي امنیت لوی رییس محمد معصوم ستانکزی، د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک او په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نېکولسن نن دوشنبې د وري ۲۵ مه کندهار ولایت ته ورسېدل.

کندهار ته د دغه لوړو پوړو امنیتي چارواکو د سفر موخه د دغه ولایت امنیتي وضعیت او یو لړ نورو موضوعاتو څېړل او ارزول ښودل شوي دي.

دغه لوړ پوړي امنیتي چارواکي پر داسې مهال کندهار ولایت ته سفر کوي، چې د پسرلي په رادبره کېدو سره په جنوب او جنوب لوېدیځ زون کې جګړو زور اخیستی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 103351

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/103351/

جمهور
  https://www.jomhornews.com