جنرال نېکولسن:

پر پاکستان او طالبانو به فشارونه زیات کړو

28 حمل 1397 ساعت 8:42

په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت عمومي قوماندان جنرال جان نېکولسن وایي، پر پاکستان او وسله والو طالبانو به فشارونه زیات کړي.


په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت عمومي قوماندان جنرال جان نېکولسن وایي، پر پاکستان او وسله والو طالبانو به فشارونه زیات کړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې نېکولسن چې تېره ورځ د افغانستان د ملي امنیت رییس او د کورنیو چارو وزیر سره یو ځای کندهار ولایت ته تللی و، دغه څرګندونې په یوه ناسته کې کړې دي.

نوموړي و ویل پر پاکستان به ځکه فشارونه زیات شي تر څو دغه هېواد د افغانستان د سولې په برخه کې ریښتینې مرسته وکړي.

دغه راز نوموړي پر طالبانو د نظامي فشار راوستل دا وښودل تر څو د ده په وینا دغه ډله د سولې خبرو ته غاړه کېږدي او په افغانستان کې سولې ته لار هواره شي.

هغه ټینګار وکړ، چې د افغانستان د سولې د هڅو په لړ کې به یې پام دې ته وي چې له یوې خوا پاکستان ترفشار لاندې وساتل شي او له بلې خوا طالبان له سیاسي او ټولنیز پلوه ترفشار لاندې راشي.

نیکلسن د کندهار له دیني عالمانو، قومي مخورو او ولس څخه هم وغوښتل چې د سولې لپاره هلې ځلې وکړي ځکه د ده په وینا د طالبانو د کوټې شورا زیاتره غړي د کندهار او شاوخوا ولایتونو دي او د دغه ولایتونو خلک د سولې په راوستو کې مهم رول لوبولی شي.

باید و ویل شي، چې کندهار ولایت ته په تللي پلاوي، کې د ملي امنیت د رییس، د کورنیو او سرحدونو چارو وزیرانو او جنرال نېکولسن سربېره د پنځو هېوادونو، سویډن، کاناډا، هند، اسټرالیا، او امریکا سفیران هم شامل دي.

د دوی موخه د کندهار ولایت د امنیتي اوضاع څېړل او له سیمه ییزه چارواکو سره پر یو لړو نورو مسایلو خبرې اترې ښودل شوې دي.

جمهورخبري آژانس:کندهار
 
 
 
 


د مطلب کود: 103370

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/103370/

جمهور
  https://www.jomhornews.com