جنرال رازق:

د ټاکنو امنیت ته پوره چمتو یو خو د رایې ورکولو مرکزونه کم دي

28 حمل 1397 ساعت 9:02

د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق وايي، د را روانو پارلماني او ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو امنیت ته پوره چمتوالی لري، خو د رایې ورکولو د مرکزونو کمښت له خلکو سره اندېښنې پیدا کړې دي.


د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق وايي، د را روانو پارلماني او ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو امنیت ته پوره چمتوالی لري، خو د رایې ورکولو د مرکزونو کمښت له خلکو سره اندېښنې پیدا کړې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي رازق دغه څرګندونې له کابله د ورغلي افغان او بهرنیو لوړ پوړو چارواکو ګډ پلاوي ته کړې دي.

د ملي امنیت مشر محمد معصوم ستانکزی، د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک، د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ګل آغا شېرزی، د غوڅ ملاتړ ماموریت عمومي قوماندان نېکولسن او د پنځو هېوادونو سفیران تېره ورځ (دوشنبې د وري ۲۵ مه) د کندهار د امنیتي وضعیت د ارزولو په موخه دغه ولایت ته ولاړل.

دوی هلته له سیمه ییزه چارواکو سره د امنیتي وضعیت تر څنګ په راتلونکو ټاکنو او ځینو نورو مسایلو خبرې اترې کړې دي.

افغان او امریکايي چارواکو په خپلو خبرو کې د افغانستان د سیاسي نظام د پیاوړتیا لپاره را روانې ټاکنې او په کې د خلکو پراخ حضور د امنیت لپاره مهم وګڼې.

د کندهار د امنیې قومندان جنرال عبدالرازق په دې ناسته کې و ویل، چېافغان امنيتي او دفاعي ځواکونه د ټاکنو د امنیت لپاره خپل بشپړ چمتو والی لري.

خو په وینا یې په کندهار کې د رایه ور کولو د ۶۳ مرکزونو کمښت له ځايي خلګو سره اندېښنې پیدا کړي.
د کندهار امنیه قوماندان پر داسې مهال په دې ولایت کې د رایې ورکوونکو د مرکزونو له کمښت څخه اندېښنه څرګندوني، چې د را روانو پارلماني ټاکنو لپاره د نوم لیکنې بهیر دوې ورځې مخکې پيل شو.

خو د رایې ورکولو د مرکزونو د کمښت تر څنګ عمومي اندېښنه داده چې د هلمند او اروزګان په څېر ولایتونو کې امنیتي ننګونې زیاتي دي او ممکن خلګ پکې زیات حضور ونه لري.

جمهورخبري آژانس:کندهار
 
 
 


د مطلب کود: 103371

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/103371/

جمهور
  https://www.jomhornews.com