امام علي رحمان:

له ترورېزم او نشه يي توکو سره د مبارزې په برخه کې د افغانانو تر څنګ ولاړ یو

28 حمل 1397 ساعت 9:13

د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان وایي، هېواد یې له تروریزم او مخدره توکو سره د مبارزې په برخه کې د افغانستان تر څنګ ولاړ دی.


د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان وایي، هېواد یې له تروریزم او مخدره توکو سره د مبارزې په برخه کې د افغانستان تر څنګ ولاړ دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي رحمان دغه څرګندونې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست صلاح الدین رباني سره په تاشکند کې کړې دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت نه خپره شوې خبرپاڼه وايي، رباني په یوه رسمي سفر تاجکستان ته تللی او  د یاد هېواد له ولسمشر امام علي رحمان سره لیدلي دي.

به خبرپاڼه کې راغلي، چې نوموړي په ریکا غونډه کې د ګډون او له افغان سولې نه د یاد هېواد د ملاتړ له امله مننه کړې ده.

سرچینه زیاتوي، چې ښاغلي رباني د افغانستان په سوله کې د تاجکستان رول د خورا اهمیت وړ وبلل او ویې ویل چې تاجکستان کولی شي په افغان سوله کې مهم او کلیدي رول ولوبوي.

په ورته وخت خبر پاڼه کې راغلي، چې امام علي رحمان هم له تروریزم او مخدره توکو سره د مبارزې په برخه کې د همکاریو ډاډ ورکړی او په دې برخه کې یې د سیمې د ټولو هېوادونو همکاري اړینه بللې ده.

خبرپاڼه زیاتوي، چې دواړو لورو پر سیاسي، اقتصادي، امنیتي او فرهنګي برخه کې د همکاریو پر پیاوړتیا هم خبرې اترې کړې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 103373

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/103373/

جمهور
  https://www.jomhornews.com