پر ټاکنو څارونکو بنسټونه د ټاکنو پر شفافیت اندېښنه څرګنده کړې

28 حمل 1397 ساعت 9:22

پر ټاکنو څارونکي بنسټونه وایي، که حکومت د ټاکنو پر وړاندې شته ستونزې حل نه کړي راتلونکې ټاکنې به له ګڼو نیمګړتیاوو سره مخ وي.


پر ټاکنو څارونکي بنسټونه وایي، که حکومت د ټاکنو پر وړاندې شته ستونزې حل نه کړي راتلونکې ټاکنې به له ګڼو نیمګړتیاوو سره مخ وي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه بنسټونو ویلي، ناامني، پر ټاکنو د خلکو بې باوري، له خلکو سره د تذکرو نشتوالی او نورو مسایلو د ټاکنو لپاره د رایه ورکونکو په شمیر کې ډير کموالی راوستی دی.

د افغانستان د شفافو ټاکنو د بنسټ رییس نعیم ایوب زاده ویلي، چې د شفافو ټاکنو په لار کې لا هم ګڼ خنډونه موجود دي چې حکومت یې باید د له منځه وړلو هڅه وکړي.

حکومت وايي راتلونکې ټاکنې به اوسنیو پېژندپاڼو په مرسته کوي، خو په افغانستان کې میلیونونه کسان په تېره مېرمنې پېژندپاڼې نه لري.

دوی وایي، دا تر ټولو مهمه ستونزه ده او حکومت تر هر څه وړاندې باید د دغه ستونزې د له منځه وړلو کې هڅه کړې وای.

د څارونکو بنسټونو پر خلکو غږ کوي، چې په ټاکنو کې برخه واخلي او له خپلو حقوقو دفاع وکړي.

باید و ویل شي، چې د پارلماني او ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو له پاره د رایه ورکوونکو د نوم لیکنې بهیر درې ورځې وړاندې پیل شو.

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون له مخې په تېرو دوه ورځو کې نېږدې ۱۳ زره کسانو نوم لیکنه کړې او دا لړۍ به تر دوه میاشتو پورې روانه وي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 103374

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/103374/

جمهور
  https://www.jomhornews.com