فراه کې بیا پر طالبانو مرګوني بریدونه شوي دي

28 حمل 1397 ساعت 9:54

د ملي دفاع وزارت وايي، افغان ځواکونو په فراه ولایت کې پر وسله والو طالبانو مرګوني هوايي بریدونه کړي او ۴۵ تنو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.


د ملي دفاع وزارت وايي، افغان ځواکونو په فراه ولایت کې پر وسله والو طالبانو مرګوني هوايي بریدونه کړي او ۴۵ تنو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د ملي دفاع وزارت نن سه شنبې د وري ۲۸ مه په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه بریدونه پرون د فراه ولایت په پشت رود ولسوالۍ کې پر وسله والو طالبانو شوي دي.

سرچینه زیاتوي، چې په دې هوايي بریدونو کې د ۱۰ سیمه ییزه قوماندانانو په ګډون ۳۷ وسله وال طالبان وژل شوي او ۸ نور ټپیان شوي دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، نعمت الله، قاري مجید، نبي، حاجي واحد، ملا قادر، حافظ صابر، جیلان، نادر، حبیب الله او بشیر هغه طالب قوماندانان دي، چې په دې بریدونو کې وژل شوي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغان پوځ چارواکو وړمه ورځ هم په فراه ولایت کې د وسله والو د ۴۰ کسیزې ډلې مشر ملا ابراهیم، د ۳۰ کسیزې ډلې مشر حافظ نیاز محمد، د ۲۰ کسیزې ډلې مشر حاجي بصیر، د ۱۰ کسیزې ډلې مشر صالح محمد، ملا عبدالقیوم او حسام الدین د وژل کېدو خبر ورکړی وو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 103378

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/103378/

جمهور
  https://www.jomhornews.com