دفاع وزارت په غزني کې د ۱۴ طالبانو د وژل کېدو خبر ورکړ

28 حمل 1397 ساعت 10:43

د ملي دفاع وزارت وايي، په غزني ولایت کې د افغان ځواکونو په توپچي بریدونو کې ۲۹ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


د ملي دفاع وزارت وايي، په غزني ولایت کې د افغان ځواکونو په توپچي بریدونو کې ۲۹ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ملي دفاع وزارت نن سه شنبې د وري ۲۸ مه په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې افغان پوځیانو پرون د غزني ولایت په مقر ولسوالۍ کې د طالبانو پر پتځایونو توپچي بریدونه کړي دي.

سرچینه زیاتوي، چې په دې بریدونو کې ۱۴ وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان شوي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو په دې وروستیو کې په غزني، فراه او ځینو نورو ولایتونو کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ نښتو زور اخیستی دی.

د تېرې اونۍ د چهارشنبې په ورځ وسله والو طالبانو د غزني ولایت په خواجه عمري ولسوالۍ ډلییز برید وکړ، چې په ترڅ کې یې د ولسوال او د امنیت د امر په په ګډون ۲۰ تنه په کې و وژل شول.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 103380

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/103380/

جمهور
  https://www.jomhornews.com