جوزجان کې داعش له یو ماشوم سر غوڅ کړی دی

28 حمل 1397 ساعت 13:56

د جوزجان امنیتي چارواکي وايي، داعش وسله والو په دغه ولایت کې له یوه ۱۲ کلن ماشوم څخه سر غوڅ کړی دی.


د جوزجان امنیتي چارواکي وايي، داعش وسله والو په دغه ولایت کې له یوه ۱۲ کلن ماشوم څخه سر غوڅ کړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د چارواکو په وینا دغه پېښه تېره ورځ دوشنبې د وري ۲۷ مه د جوزجان ولایت په درزاب ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.

د جوزجان د امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالحفیظ خاشي ویلي، داعش وسله والو له دغه ماشوم څخه د پولیسو له یوه مامور سره چې اوښی یې هم دی د همکارۍ په تور سر پرې کړی دی.

نوموړي زیاته کړه، چې دغه پېښه د جوزجان ولایت د درزاب ولسوالۍ په یو کیلومترۍ د کوتل اوستی په کلي کې رامنځ ته شوې ده.

تر اوسه داعش وسله والو په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس: جوزجان
 
 


د مطلب کود: 103385

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/103385/

جمهور
  https://www.jomhornews.com