دفاع وزیر سعودي کې د پوځي تمرینونو د پای په مراسمو کې کډون وکړ

28 حمل 1397 ساعت 14:06

د افغانستان ملي دفاع وزیر په سعودي عربستان کې د عربي خلیج د همکارۍ شورا د پوځیانو د مانور د پای په مراسمو کې ګډون کړی دی.


د افغانستان ملي دفاع وزیر په سعودي عربستان کې د عربي خلیج د همکارۍ شورا د پوځیانو د مانور د پای په مراسمو کې ګډون کړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د ملي دفاع وزارت نه خپره شوې خبرپاڼه وايي، جنرال طارق شاه بهرامي د سعودي عربستان د چارواکو په رسمي بلنه په دې مراسمو کې ګډون کړی وو.

دغه مراسم تېره ورځ دوشنبې به سعودي عربستان کې تر سره شوي او د خلیج د همکارۍ شورا د پوځیانو په دې تمرینونو کې د ۲۵ هېوادونو پوځیانو ګډون درلود.

سعودي چارواکو ویلي، د دغو ګډو ځواکونو د تمرینونو چې یوه میاشت‌یې دوام کړی، هدف په سیمه کې د امنیت د ټینګښت او د ترهګرۍ په وړاندې مبارزه کې د هېوادونو ترمنځ د همکارۍ پیاوړتیا وه.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 103386

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/103386/

جمهور
  https://www.jomhornews.com