بغلان کې لاریون کوونکو د بغلان – کندوز لار تړلې ده

28 حمل 1397 ساعت 14:21

د بغلان ولایت اوسېدونکو په دغه ولایت کې د یوه ولسي وګړي د وژل کېدو او دوه نورو د ټپي کېدو په غبرګون کې د بغلان- کندوز لویه لار د ترافیکو پر مخ تړلې ده.


د بغلان ولایت اوسېدونکو په دغه ولایت کې د یوه ولسي وګړي د وژل کېدو او دوه نورو د ټپي کېدو په غبرګون کې د بغلان- کندوز لویه لار د ترافیکو پر مخ تړلې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د سیمې اوسېدونکو وروسته له هغې په لاریون لاس پورې کړی او لار یې بنده کړې، چې وايي، د ولسي جرګې د یوه غړي د ساتونکو په ډوزو کې یو ولسي وګړی وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي دي.

د لاریون کوونکو په وینا په ولسي جرګه کې د تخار ولایت په استازي قدرت الله ذکي د بغلان ولسوالۍ د چهارشنبې تېپې په سیمه کې وسله وال برید وشو، چې د هغه ساتونکو هم په ځوابیه ډزو لاس پورې کړ.

لاریون کوونکو ویلي، چې د ذکي د ساتونکو په ډزو کې یو ځوان وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي دي، چې په غبرګون کې یې اوس دوی لاریون کړی دی.

دوی د سهار له لسو بجو راهیسې د بغلان – کندوز لویه لار د ترافیکو پر مخ تړلې ده.

په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د عامه نظم د څلورم کنډک قوماندان سمونوال ذبيح الله غورځنګ ومنله چې یو کس وژل شوی دی خو په خبره یې چې چهارشنبې تېپه په سيمه کې د ملکي خلکو کورونه نشته.

جمهورخبري آژانس:بغلان
 
 
 


د مطلب کود: 103387

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/103387/

جمهور
  https://www.jomhornews.com