ترکیې نېږدې ۷ زره افغان کډوال را ایستلي دي

28 حمل 1397 ساعت 16:22

د ترکیې د کډوالو چارو اداره وايي، په دې وروستیو څو ورځو کې یې نېږدې ۷ زره افغان کډوال چې په دغه هېواد کې یې د پناه غوښتنه کړې وه، بېرته افغانستان ته لېږلي دي.


د ترکیې د کډوالو چارو اداره وايي، په دې وروستیو څو ورځو کې یې نېږدې ۷ زره افغان کډوال چې په دغه هېواد کې یې د پناه غوښتنه کړې وه، بېرته افغانستان ته لېږلي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د ترکیې د کورنیو چارو وزارت د مهاجرت د عمومي ریاست په خپرپانه کې ویل شوي، چې دوی ۶۸۴۶ افغانان، چې قانوني اسناد یې نه لرل، په چارتر الوتکو کې افغانستان ته لېږلي دي.

یادې ادارې زیاته کړې، چې دغه افغانان د ایزروم او اګري له ختیځو ولایتونو او د ازمیر له لوېدیځ ولایت څخه افغانستان ته استول شوي دي.

په خبرپانه کې ویل شوي، چې په راتلونکو ورځو کې به زر نور افغان کډوال هم خپل هېواد ته ستانه کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 103399

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/103399/

جمهور
  https://www.jomhornews.com