امریکا او جاپان وایي پر شمالي کوریا به فشارونه دوام ولري

30 حمل 1397 ساعت 9:44

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر او جاپان لومړي وزیر پر شمالي کوریا د دغه هېواد د اټومي ازمایښتونو له امله د فشارونو پر دوام ټینګار کړی دی.


د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر او جاپان لومړي وزیر پر شمالي کوریا د دغه هېواد د اټومي ازمایښتونو له امله د فشارونو پر دوام ټینګار کړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ولسمشر ټرمپ او لومړي وزیر شنیزو آبه په فلوریډا کې د یوې خبري غونډې پر مهال ویلي، پر شمالي کوریا به فشارونه تر هغې دوام وکړي تر څو دغه هېواد د اټومي وسلو له پراختیا لاس په سر شوی نه وي.

ټرمپ په خپلو خبرو کې ویلي، که شمالي کوریا په مکمله او رښتینې توګه شاه ته پرېږدي او پراختیا ورنکړي نو د دې هېواد پر وړاندې روښانه لارې شاید خلاصې شي او دا ښایي د دوی او ټولې نړۍ له پاره یوه لویه ورځ وي.

خو په وینا یې که چېرته دغه هېواد د اټومي وسلو له پراختیا لاس په سر نه شي، نو نړیوال فشارونه به پرې دوام وکړي.

په ورته وخت کې د جاپان لومړي وزیر له ټرامپ غوښتي، تر څو د هغه ۱۳ تنو جاپاني وګړو په خلاصون کې مرسته وکړي، چې شمالي کوریا په ۱۹۷۰ او ۱۹۸۰ لسیزو کې برمته کړي دي.

باید و ویل شي، چې درې امریکایي وګړي هم د شمالي کوریا له خوا برمته شوي دي.

خو ولسمشر ټرمپ هم له شنیزو آبه سره ژمنه کړې، چې د دغه جاپاني وګړو د خلاصون له پاره به په شدت کار وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 103452

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/103452/

جمهور
  https://www.jomhornews.com