هند پتېلې، چې په افغانستان کې د دوه بندونو په جوړولو پانګونه وکړي، خو دا چې څومره پانګونه به پرې کوي، په دې اړه یې جزیات نه دی ورکړل شوي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت چارواکو ویلي، چې هندې غواړي، د سروبي ۲ او کاپیسا د باغدرې بندونه جوړ کړي.
د یاد وزارت سرچینو زیاته کړې، چې هند د دواړو بندونو د مشخصاتو په اړه معلومات غوښتي دي خو دا چې څومره پانګونه پرې کوې تر اوسه معلومات نشته.
باید و ویل شي، چې د سروبي ۲ بند د ۱۰۰ میګاواټه برښنا د تولید ظرفیت لري او د باغدرې بند په اړه ویل شوي چې ۳۰۰ میګاواټه برښنا تولیدولی شي.
د یادونې وړ ده، چې هند تر دې وړاندې د هرات په چشت شریف کې د سلما بند په جوړولو کې مرسته وکړه.
جمهورخبري آژانس:کابل