مجددي:

د ډېورنډ کرښې دواړو غاړو ته پراته ولسونه باید نور د پنجاب د ظلم پر وړاندې ودرېږي

30 حمل 1397 ساعت 10:30

پخوانی جهادي رهبر او د ملي نجات جبهې مشر پروفیسو حضرت صبغت الله مجددي د ډېورنډ کرښې دواړو غاړو ته پرتو ولسونو باندې غږ کړی، چې نور د پنجاب ظلم ته سر ټيټ نه کړي او پر وړاندې یې له لکه غر ودرېږي.


پخوانی جهادي رهبر او د ملي نجات جبهې مشر پروفیسو حضرت صبغت الله مجددي د ډېورنډ کرښې دواړو غاړو ته پرتو ولسونو باندې غږ کړی، چې نور د پنجاب ظلم ته سر ټيټ نه کړي او پر وړاندې یې له لکه غر ودرېږي.

ښاغلی مجددي وایي، له تېرو څو لسیزو راهیسې په افغانستان کې د بهرنیو استخباراتو په ځانګړي ډول د پاکستان د استخباراتو پر مټ جګړه روانه ده، چې نن یې پر وړاندې د نړۍ په هر ګوټ کې د سوله غوښتونکو خلکو غبرګونونه راپارېدلې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي مجددي په یوه خبرپاڼه کې د پاکستاني ځواکونو د وروستي یرغل په وړاندې د افغان ځواکونو او ځاځي میدان ولسوالۍ د ولسونو مېړانه ستایلې او ویلي یې دي، چې مېړني ولس یو ځل بیا دښمن ته غاښ ماتونکی ځواب ورکړ.

نوموړي په افغان حکومت او نړیوالې ټولنې باندې غږ کړی، چې په دې برخه کې بې تفاوته پاتې نه شي، بلکې د افغان ځواکونو لا په وسلو سمبال او تجهیز کړي تر څو د ځاځي میدان د پېښې په شکل دوښمن ته خوله ماتونکی ځواب ورکړي.

ښاغلي مجددي دا هم ویلي، چې د پاکستان سوله او عدالت غوښتونکی په قاطع اکثریت سره د پنجاب د ظلم په وړاندې د عدالت غوښتونکي دي، چې په وینا یې د پنجاب د زوال علامې له ورایه په کې ښکاري.

د نجات جبهې مشر پر نړیواله ټولنه، افغان حکومت او د ډېورنډ کرښې دواړو غاړو ته پرتو ولسونو باندې غږ کړی، چې نور د پنجاب د ظلم او توطیو ښکار نه شي او پر وړاندې یې ودرېږي.

دغه راز ښاغلي مجددي د پاکستان پر ولس غږ کړی، چې نور خپلو ظالمو نظامیانو ته موقع ورنکړي، چې د دوه مسلمان او ګاونډیو ولسونو تر منځ واټنونه رامنځ ته او خپلې شومې موخې تر لاسه کړي.

پروفیسور حضرت صبغت الله مجددي وايي، پنجاب باید د خپلو ظالمانه اعمال حساب ورکړي او د خپل بشري جنایت د ترسره کولو جزا باید و ویني.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 103455

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/103455/

جمهور
  https://www.jomhornews.com