۰

د ملي امنیت شورا سلاکار چین ته تللی دی

پنجشنبه ۳۰ حمل ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۴۸
د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر پر یو لړ مسایلو د خبرو اترو له پاره چین ته تللی او له چنايي چارواکو سره به وګوري.
د ملي امنیت شورا سلاکار چین ته تللی دی
د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر پر یو لړ مسایلو د خبرو اترو له پاره چین ته تللی او له چنايي چارواکو سره به وګوري.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلی اتمر د چین د مرستیال ولسمشر وانګ چي شان په بلنه پیکنګ ته تللی دی او ټاکل شوې نن پنشنبې د وري ۳۰ مه له چنیايي چارواکو سره وګوري.

د ملي امنیت شورا ویاند قادرشاه ویلي، چې ښاغلي اتمر به د دې لیدونو په ترڅ کې له چنیايي چارواکو سره د ترهګرۍ سره پر مبارزې، سیمه ییزه همکارۍ او اقتصادي پیاوړتیا خبرې اترې وکړي.

ټاکل شوې ده چې د افغانستان د ملي امنیت سلاکار د چین د درې ورځني سفر پر مهال د دغه هېواد د مرکزي سیاسي کمېټې له مشر، د دولتي اموراتو د انسجام له وزیر، د دولت د امنیت له وزیر، د چین د مشترکو ځواکونو له لوی درستیز او د دغه هېواد د ملي امنیت له سلاکار سره خبرې وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي