۰
د ولسي جرګې ځینې غړې:

د مالیې وزیر سیاسي منافق دی

پنجشنبه ۳۰ حمل ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۱۰
د ولسي جرګې ځینو غړو د مالیې وزیر اکلیل حکیمي د ملي بودیجې په تامین کې په سیاسي منافقت تورن کړ او هغه یې سیاسي منافق وباله.
د مالیې وزیر سیاسي منافق دی
د ولسي جرګې ځینو غړو د مالیې وزیر اکلیل حکیمي د ملي بودیجې په تامین کې په سیاسي منافقت تورن کړ او هغه یې سیاسي منافق وباله.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ولسي جرګې غړی رمضان بشردوست وايي، د مالي وزیر د ملي بودیجې په تامیین کې سیاسي منافقت کوي او خلکو ته درواغ وايي.

ښاغلي بشر دوست و ویل«د مالیې وزیر وايي، چې د ملي بودیجې د تامین له پاره کافي پیسې لري او د روان کال په لومړۍ څلورمه کې یې ۱.۵ میلیارد ډالره له نړیوالې ټولنې تر لاسه کړي، خو څه کوي، کوي دا چې دغه پیسې خپلواکه بودیجوي واحدونو ته نه لېږي.»

بشردوست زیاته کړه، چې همدا اوس په ډېرو دولتي ادارو کې مامورینو له پنځو میاشتو راهیسې تنخوا نه ده تر لاسه کړې او دغه راز ترافیک پولیسو هم له ۸ میاشتو راهیسې خپل ماکولات نه دی تر لاسه کړي.
د ولسي جرګې غړي بشردوست و ویلو چې د مالیې وزیر د دولتي اداراو د پرمختیايي پروژو له پاره د پیسو د تخصیص په برخه کې هم دروغ وايي.

ښاغلي بشر دوست و ویل«هر وزارت ته چې ورغلی یم او د پرمختیايي پروژو په اړه مې پوښتنه کړې، خو راته ویلي، چې موږ ته تخصیص نه دی اجرا شوی.»

دغه راز د ولسي جرګې یوې بلې غړې آصفې شاداب هم و ویل، چې د ځینو دولتي ادارو کارکوونکو له تېرو څو میاشتو راهیسې معاشونه نه دي تر لاسه کړي او دغه راز په کور د کېنول شویو کسانو حقوقو خو ان له څو کلونو راهیسې نه دي ورکړل شوي، چې د مالیې وزارت یې پر وړاندې هېڅ ډول ځواب نه لري.

دا په داسې حال کې ده، چې د تطرې دوشنبې د وري په ۲۷ مه د مالیې وزیر ولسي جرګې ته ورغلی و او د جرګې غړو ته یې ځوابونه ورکړل او ویې ویل، چې تخصیصي پروژو وخت هم کم شوی او تخصیص کې یې ګړندیتوب رامنځ ته شوی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي