۰

د غزني والي باید محاکمه شي، شرم دی چې خپله دعوا پر طالبانو فیصله کوي

پنجشنبه ۳۰ حمل ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۰۶
په ولسي جرګه کې د غزني استازي وايي، د دې ولایت د والي عبدالکریم متین لخوا طالبانو ته د حقوقي دعوې راجع کول لوی شرم او د ملي ګټو خلاف عمل دی.
د غزني والي باید محاکمه شي، شرم دی چې خپله دعوا پر طالبانو فیصله کوي
په ولسي جرګه کې د غزني استازي وايي، د دې ولایت د والي عبدالکریم متین لخوا طالبانو ته د حقوقي دعوې راجع کول لوی شرم او د ملي ګټو خلاف عمل دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د غزني استازي د دې موضوع د څېړلو غوښتونکو شول او ویې ویل، چې د غزني والي باید په دې کار سره محاکمه شي.

باید و ویل شي، چې څو ورځې وړاندې ځینو رسنیو راپور ورکړ، چې د غزني والي عبدالکریم متین د یوه هوټل پر سر له یو کس سره دعوا درلوده او دغه دعوا یې د طالبانو صحرايي محکمې ته وړاندې کړې ده تر څو یې هغوی په اړه فیصله وکړي.

د غزني د والي همدا کار په ولسي جرګه کې د غزني د خلکو د استازو تر سختې نیوکې لاندې راغی او هغه یې ملي ګټو
په جرګه کې د غزني استازي علي اکبر قاسمي وویل«داسې راپورونه دي، چې د غزني والي خپله یوه حقوقي دعوا د طالبانو محکمې ته ورړې ده او هغوی فیصله کړې ده، په داسې حال کې چې والي د مرکزي حکومت استازی پر طالبانو فیصلې کوي، نو عام خلک څه ملامت دي.»
ته په خیانت تورن کړ.

نوموړي د غزني د والي دغه عمل له شرمه ډک او ملي خیانت وباله او له حکومت یې وغوښتل، چې دغه موضوع په جدي توګه وڅېړي او که چېرته واقعیت وي، باید والي محکمه او سزا ورکړل شي.

د جرګې بل غړي چمن شاه اعتمادي و ویل، چې د غزني د والي دا کار په حکومت کې د هغه په بې کفایتۍ دلالت کوي او د هغه همدې بې کیفایتۍ د غزني ولایت د سقوط سره مخ کړی دی.

که څه هم د غزني والي تر اوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی خو وړاندې سرخط ورځپاڼې راپور ورکړی و، چې والي، متين شخړه د اندړو ولسوالي له قيام الدين کاکا سره د يوه هوټل په سر وه.

ورځپاڼې زیاته کړې، چې دا کيسه تر څارنوالي رسېدلې، په څارنوالي کې چې قيام الدين کاکا سلامت او والي ملامت بلل شوی، والي صاحب پرېکړه بې‌انصافي بللې او د طالبانو صحرايي محاکمې ته یې کيسه رسولې ده، چې طالبانو هم د والي په ګټه پرېکړه کړې ده.

 جمهورخبري آژانس:کابل: عبدالله امیني
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي