په تېرو څو میاشتو کې ۱۶۹ زره افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي دي

30 حمل 1397 ساعت 12:30

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وایي، په دې وروستیو کې هېواد ته د افغان کډوالو په بېرته راستنېدا کې ډېروالی راغلی دی.


د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وایي، په دې وروستیو کې هېواد ته د افغان کډوالو په بېرته راستنېدا کې ډېروالی راغلی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د یاد وزارت نه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د ۲۰۱۸ میلادي کال له پیل راهیسې تر دا مهال ۱۶۹ زره کوال هېواد ته راستانه شوي دي.

سرچینه زیاته کړې، چې د ۲۰۱۶ میلادي کال په همدې موده کې د راستنېدونکو کډوالو شمېره ۸۰ او په ۲۰۱۷ کال کې ۱۰۶ زره وه، خو سږ کال تر اوسه پورې ۱۶۹ زره افغانان هېواد ته راستانه شوي دي.

دغه راز په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې له اروپايي هېوادونو هم په وروستیو دریو کلونو کې د کډوالو د راتګ کچه لوړه شوې ده.

خبرپاڼه وايي، په ۲۰۱۷ کال کې ټول ټال ۶۵۸ زره کسان هېواد ته راستانه شوي وو، په داسې حال کې چې د روان کال تر دې دمه ۲۰۰ کسان له اروپايي هېوادونو خپلو مېنو ته راستانه شوي دي.

د کډوالو چارو وزارت زیاتوي، چې ښايي د روان کال تر پایه پورې تر یو میلیون ډېر کډوال هېواد ته راستانه شي، چې ډېری به یې له ایران او پاکستان څخه وي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 103466

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/103466/

جمهور
  https://www.jomhornews.com