۰
ارګ:

وکیلان دې په دروغو باور نه کوي د جنرال رازق د لرې کولو غوښتنه نه ده شوې

پنجشنبه ۳۰ حمل ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۴۷
«خاقان عباسي د جنرال رازق د لرې کولو غوښتنه نه ده کړې، هیله ده وکیلان په آوازو، دروغو او تورونو باور ونه کړي»
وکیلان دې په دروغو باور نه کوي د جنرال رازق د لرې کولو غوښتنه نه ده شوې
«خاقان عباسي د جنرال رازق د لرې کولو غوښتنه نه ده کړې، هیله ده وکیلان په آوازو، دروغو او تورونو باور ونه کړي»
ولسمشرۍ ماڼې د ولسي جرګې د ځینو غړو هغه ادعا په کلکه رد کړه، چې ګڼې د پاکستان لومړي وزیر شاهدخاقان عباسي کابل ته د سفر پر مهال د کندهار د امنیه قوماندان جنرال رازق د لرې کولو غوښتنه کړې.
د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې څو ورځې وړاندې د ولسي جرګې ځینو غړو په تالار کې ادعا وکړه، چې د پاکستان لومړي وزیر کابل ته د سفر پر مهال له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره په لیدنه کې د کندهار د امنیه قوماندان جنرال رازق د لرې کولو غوښتنه کړې ده.
دغه ادا په ولسي جرګه کې د کندهار استازې شکېبا هاشمي کړې وه او ویلي یې دي، چې عباسي افغان چارواکو ته شپږ وړاندیزونه وړاندې کړي، چې یو هم په کې د جنرال رازق لرې کول دي.
مېرمن هاشمي ټینګار کړی و، چې ځینې بهرنۍ استخباراتي کړۍ هڅه کوي، چې د کندهار امنیه قوماندان جنرال رازق لرې کړي.
هغې ویلي و، دا چې جنرال رازق په جنوب په تېره بیا په کندهار کې د پاکستان د سترو پروژو په وړاندې خنډ ګرځېدلی نو ځکه یې د هغه د لرې کولو غوښتنه کړې ده.
خو ارګ دغه ادعاوې په کلکه رد کړې او د ولسمشرۍ ماڼۍ سرپرست ویاند شاه حسین مرتضوي هغه توافق لیک چې د افغان او پاکستاني پلاوي تر منځ شوی په رسمي ډول خپور شوی دی.
نوموړي ویلي، چې په دې توافق لیک کې د اقتصادي همکاریو او دغه راز د دولت په دولت خبرو باندې توافق شوی او له دې بهر پر هېڅ بله موضوع خبرې نه دي شوي.
مرتضوي ویلي، هغه موضوعات چې د ولسي جرګې ځینې غړي یې مطرح کوي ښه به دا وي، چې لومړی خپل معلومات بشپړ او موثق کړي او وروسته یې خپاره کړي.
هغه و ویل«هیله ده، چې د جرګې غړي مسؤولانه خبرې وکړي. پر آوازو، دروغو او تورونو باور ونه کړي.»
جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي