۰
کیم جونګ اون:

شمالي کوریا نور بالستیک توغندي نه ازمویي

شنبی ۱ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۴۶
د شمالي کوریا ولسمشر کیم جونګ اون پرېکړه کړې، چې وروسته له دې به نور بالستیک توغندي نه ازمويي.
شمالي کوریا نور بالستیک توغندي نه ازمویي
د شمالي کوریا ولسمشر کیم جونګ اون پرېکړه کړې، چې وروسته له دې به نور بالستیک توغندي نه ازمويي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې اون پوځي ته ویلي، چې سر له نن ورځې دې بالستیک توغندي نه ازمويي.

کیم جونګ اون چې د خپل ګوند په غونډه کې وینا کوله و ویل، چې شمالي کوریا له دې وروسته د توغندیو ازمویلو ته اړتیا نه لري، نو دغه لړۍ دې ودرول شي.

ون ویلي چې شمالي کوریا له دې وروسته هېڅ ډول بالستیک توغندی نه ازمويي.

امریکا د شمالي کوریا د دغه اقدام ستاینه کړې او ولسمشر ټرمپ ویلي، له شمالي کوریا سره هوکړې ته رسېدلي چې له دې وروسته به بالستیک توغندي نه ازمويي.

جمهورخبري آژانس:کاابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي