۰

روسیه ښايي سورې ته «S-300» مزائیل ورکړی

شنبی ۱ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۵۱
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي، مسکو ښايي په سوریه کې د خپل متحد بشارالاسد حکومت ته «S-300» مزائیل وکړي.
روسیه ښايي سورې ته «S-300» مزائیل ورکړی
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي، مسکو ښايي په سوریه کې د خپل متحد بشارالاسد حکومت ته «S-300» مزائیل وکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې لاروب دغه څرګندونې ار اي اې آژانس سره په یوه مرکه کې کړې او ویلي یې دي، چې دا مزائیل د هوايي دفاع لپاره او ډېر دقیق دي.

نوموړي زیاته کړې، چې روسیې تردې مخکې د غربي دولتونو په غوښتنه، د بشارالاسد رژیم ته د داسې مزائيلو له ورکولو ډډه کړې وه، خو نور دا مسوولیت نه لري.

هغه ویلي «موږ وړاندې د اخلاقي مسوولیت له مخې دغه کار نه کولو خو نور دا مسوولیت نه لرو.»

روسیه پر داسې مهال سورې ته د دغه مزایلو د ورکړې خبره کوي، چې تر دې وړاندې د سوریې په سر له لوېدیځ په ځانګړي ډول له امریکا سره اړیکې ډېرې ترینګلې شوې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي