سیمه ییز چارواکي وايي، په ننګرهار ولایت کې د سړک د غاړې د ماین چاودنې له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۹ ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه چاودنه تېره ورځ د وري ۳۱ مه د ننګرهار ولایت په هسکه مېنه ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وايي، چاودنه د ولسي وګړو د سورلۍ په موټر شوې، چې له امله یې د یوه ماشومان په ګډون پنځه تنه وژل شوي او د دوه ښځو په ګډون ۱۴ نور ټپیان شوي دي.
خوږیانی وایي، په ټپیانو کې دوه ماشومان هم شامل دي او ټول د جلال آباد روغتون ته د درملنې په موخه راوړل شوي دي.
تر اوسه د دغه چاودنې مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.
جمهورخبري آژانس:ننګرهار