۰

بادغیس کې د نوم لیکنې په یوه مرکز توغندی وار شوی

شنبی ۱ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۱۴
سیمه ییز چارواکي وايي، وسله والو طالبانو په بادغیس ولایت کې د نوم لیکنې یو مرکز په توغندي ویشتی، چې له امله یې یو پولیس وژل شوی دی.
بادغیس کې د نوم لیکنې په یوه مرکز توغندی وار شوی
سیمه ییز چارواکي وايي، وسله والو طالبانو په بادغیس ولایت کې د نوم لیکنې یو مرکز په توغندي ویشتی، چې له امله یې یو پولیس وژل شوی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې چارواکي زیاتوي، چې طالبانو پرون جمعه د بادغیس مرکز قلعه نو کې د نوم لیکې په یوه مرکز توغندی ویشتلی دی.

د بادغیس امنیه قوماندان جنرال عبدالروف تاج وايي، په دې توغنديي برید کې یو پولیس چې د دې مرکز ساتنه یې کوله وژل شوی خو د پولیسو په خوابیه ډزو کې دوه طالبان ټپیان شوي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده، چې دوه ورځې وړاندې په غور ولایت کې د ټاکنو د کمېسیون په ورته یوه مرکز برید شوی و، چې د یاد مرکز درې کارکوونکي او دوه پولیس وسله والو له ځان سره بېولي و، چې وورسته یې د قومي مشرانو په منځګړیتوب خوشي کړي وو.

جمهورخبري آژانس:بادغیس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي