۰

تر اوسه ۱۵۸ زره کسانو د ټاکنو له پاره نوم لیکنه کړې ده

شنبی ۱ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۱۵
د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو له پاره د رایه ورکوونکو د نوم لیکنې پر بهیر یوه اونۍ تېرېږي، خو دا پروسه خورا پڅه روانه ده، چې ګڼې اندېښنې یې راپارولې دي.
تر اوسه ۱۵۸ زره کسانو د ټاکنو له پاره نوم لیکنه کړې ده
د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو له پاره د رایه ورکوونکو د نوم لیکنې پر بهیر یوه اونۍ تېرېږي، خو دا پروسه خورا پڅه روانه ده، چې ګڼې اندېښنې یې راپارولې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ټاکنو له پاره د نوم لیکنې بهیر د تېرې شنبې (د وري ۲۵مه ) د ولسمشر غني له خوا پر نوم لیکنه پیل شو، خو د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د معلوماتو پر بنسټ تر اوسه پورې د ټول هېواد په کچه ۱۵۸ زره کسانو نوم لیکنه کړې ده.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون تمه درلوده، چې د ټاکنو له پاره د رایه ورکوونکو د نوم لیکنې بهیر به ګړندۍ پر مخ لاړ شي، خو دا د دغه کمېسیون د تمې خلاف څه دي، چې رامنځ ته کېږي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون یو تن کمېشنر حفیظ الله هاشمي ویلي، دوی تمه لرله، چې په دومره موده کې به ډېر خلک نوملیکنه وکړي خو اوس یوازې ۱۵۸ زره کسانو تر دې دمه نوملیکنه کړې، چې ۳۷ زره یې مېرمنې دي.

نوموړی زیاتوي، چې تر ټولو ډېره نوم لیکنه په کابل او تر ټولو کمه په میدان وردګو ولایت کې شوې ده.

هغه د ټاکنو له پاره د نوم لیکنې د بهیر د پڅ توب په اړه ویلي، چې تېرو ټاکنو کې درغلیو خلک پر دغه پروسه بې باوره کړي دي او له بلې خوا پراخ عامه پوهاوي ته اړتیا ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي