د جمعیت ګوند اجرائیه رییس او د بلخ پخوانی والي عطا محمد نور د ټاکنو پر خپلواک کمېسیون نیوکه کړې او وايي، دغه کمېسیون د ټاکنو په اړه د عامه پوهاوي په برخه کې پاتې راغلی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي نور ویلي، چې کمېسیون باید د ټاکنو له پاره د نوم لیکنې د بهیر تر پیل وړاندې خلکو ته د ټاکنو په اړه عامه پوهاوی کړی وايي، چې دا کار یې نه دی کړی او کار یې ډېر پڅ روان دی.
د ښاغلي نور په خبره یوازې په بلخ ولایت کې تر درې نیم میلیونه پورې وګړي ژوند کوي، خو تر اوسه پورې یوازې ۳۵۰۰ کسانو د ټاکنو له پاره نوم لیکنه کړې ده.
هغه ویلي« د ټاکنو خپلواک کمېسیون په دې نه دی بریالی شوی، چې تر ټاکنو مخکې عامو وګړو ته د نوملیکنې په اړه پوهاوی ورکړي او یا لږ تر لږه د دوی ذهنیت بدل کړي.
د جمعیت ګوند اجرائیه رییس زیاته کړې، چې دا نوم لیکنه بسنه نه کوي او د راتلونکو ټاکنو په اړه یې جدي پوښتنې راولاړې کړې دي.
د بلخ پخواني والي پر خلکو غږ کړی، چې په راتلونکو ټاکنو کې پراخ ګډون وکړي او خپل نومونه ولیکي.
عطا محمد نور پر داسې مهال د عامه پوهاوي په برخه کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون ناکام بولي، چې خپله د ټاکنو کمېسیون چارواکو هم ویلي، چې د نوم لیکنې بهیر د دوی د تمې او توقع پر خلاف ځکه روان دی، چې په تېرو ټاکنو کې د درغلیو له امله خلک پر ټاکنو بې باوره شوي دي.
د دغه کمېسیون د معلوماتو پر بنسټ تر اوسه د ټول هېواد په کچه ۱۵۸ زره کسانو نوم لیکنه کړې، چې تر ټولو ډېره یې په کابل او تر ټولو کمه یې په میدان وردګو ولایت کې شوې ده.
باید و ویل شي، چې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو له پاره د رایه ورکونکو د نوم لیکنې بهیر د تېرې شنبې د وري ۲۵ مې راهیسې په ټول هېواد کې پیل شوی دی.
جمهورخبري آژانس:کابل