۰

داعش د کونړ په دوه ولسوالیو کې پر مخابراتي شبکو بندیز لګولی

شنبی ۱ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۱۲
مخابراتو وزارت سیمه ییز چارواکي وايي، داعش وسله والو د کونړ ولایت په دوه ولسوالیو کې د مخابراتي شبکو پر فعالیت بندیز لګولی دی.
داعش د کونړ په دوه ولسوالیو کې پر مخابراتي شبکو بندیز لګولی
مخابراتو وزارت سیمه ییز چارواکي وايي، داعش وسله والو د کونړ ولایت په دوه ولسوالیو کې د مخابراتي شبکو پر فعالیت بندیز لګولی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې داعش د کونړ ولایت د پېچ درې ولسوالۍ په دوه ولسوالیو چپه دره او ماڼوګې کې مخابراتي شبکې بندې کړې دي.

د کونړ د مخابراتو د رییس سید احمد مدد وايي، داعش ګواښ کړی، که مخابراتي شبکې په دغه ولسوالیو کې فعالیت پیل کړی، دوی به یې ستنې وسوځوي او ساتونکي به یې و وژني.

د پېچ درې په دې دوه ولسوالیو کې ایم ټي این او سلام مخابراتي شبکو کار کولو، چې اوس داعش بندې کړې خو د کونړ د مخابراتو رییس زیاتوي، چې د قومي مشرانو په مرسته یې د دغه ستونزې د هواري هڅې پیل کړې دي.

په ورته وخت کې د والي ویاند عبدالغني مصمم وايي، چې د وټپور ولسوالۍ په برخو کې هم د یوې مخابراتي شبکې فعالیت بند شوی دی.

باید و ویل شي، چې د کونړ ولایت په دې دوه ولسوالیو کې له تېرو دوه اونیو راهیسې د مخابراتي شبکو فعالیت بند شوی دی.

  دا په داسې حال کې ده، چې د هلمند ولایت په ځینو ولسوالیو کې هم د وسله والو طالبانو له خوا پر مخابراتي شبکو بندیز لګول شوی دی.

جمهورخبري آژانس:کونړ
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي