د ولسمشر سلاکار:

۷۰ سلنه ښوونځي به په مسلکي او حرفه يي ښوونځیو بدل شي

1 ثور 1397 ساعت 15:20

افغان حکومت په پلان کې لري، چې د هېواد ۷۰ سلنه ښوونځي په مسلکي او حرفه يي ښونځیو باندې تبدیل کړي.


افغان حکومت په پلان کې لري، چې د هېواد ۷۰ سلنه ښوونځي په مسلکي او حرفه يي ښونځیو باندې تبدیل کړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه څرګندونې نن شنبې د غوايي میاشتې لومړۍ نېټه په بنسټیزو چارو کې د افغان ولسمشر محمد اشرف غني ارشد سلاکار محمد همایون قیومي په کابل کې د یوې خبري غونډې پر مهال وکړې.

نوموړي و ویل، چې حکومت د یوه اوږد مهالي پلان له مخې هوډ کړی، چې د هېواد ۷۰ سلنه ښوونځي مسلکي او حرفه يي کړي.

هغه زیاته کړه، دا مهال هغه ښوونیزې ریشتې، چې په ښوونځیو، مسلکي انستېتیوتونو او پوهنتونو کې تدریس کېږي له ورځي بازار سره لږ سمون لري او همدا دلیل دی، چې له دغه ریشتو زیاتره فارغ کسان بې دندې ګرځي.

نوموړي دا هم و ویل، په دې ښوونیزو مرکزونو کې چې کوم متنونه دا مهال تدریس کېږي زاړه دي او زده کوونکي یې هم په خپله خوښه نه بلکې هغه کسان دي، چې د کانکور په اموزینو کې نه دي بریالي شوي او له مجبورۍ یې دغه مرکزونو ته مخ کړې ده.

د ولسمشر سلاکار وايي، دغه ستونزو ته په کتو سره حکومت پتیلې، چې په اوږ مهال کې د هېواد ۷۰ سلنه ښوونځي په مسلکي او حرفه يي ښوونځیو بدل کړي.

ښاغلي قیومي و ویل، چې د حکومت د پلان سره سم به لومړی په مرکز، ولایتونو او ولسوالیو کې مسلکي او حرفه يي ښوونځي جوړ شي او تر هغې وروسته به نورو سیمو ته هم دا لړۍ وغځول شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 103504

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/103504/

جمهور
  https://www.jomhornews.com