۰
د کرنې وزیر:

د بزګرانو د لګښتونو د کمولو او تولیداتو د ډېرولو له پاره هلې ځلې کوو

شنبی ۱ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۱۶:۱۶
د کرنې او مالدارۍ وزیر نصیر احمد درانی وايي، افغان حکومت د بزګرانو د لګښتونو د کمولو او تولیداتو د ډېرولو له پاره هلې ځلې پیل کړې دي.
د بزګرانو د لګښتونو د کمولو او تولیداتو د ډېرولو له پاره هلې ځلې کوو
د کرنې او مالدارۍ وزیر نصیر احمد درانی وايي، افغان حکومت د بزګرانو د لګښتونو د کمولو او تولیداتو د ډېرولو له پاره هلې ځلې پیل کړې دي.
 
دراني دغه څرګندونې نن شنبې د غوايي اوله په دغه وزارت کې د پنځو زونونو یو شمېر مخکښو بزګرانو ته د ځینو کرنیزو دستګاو او تراکتورونو د ورکړې په مراسمو کې وکړې.
 
د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي کرنې وزارت دغه بزګرانو ته ۳۶ «لایز لیول» دستګاوې او د هېواد د ۱۶ ولایتونو د کرنې ریاستونو لپاره د لسګونو ټراکټورونو او نور میکانیزه ماشینونو مرستې وکړې.
 
د کرنې وزیر و ویل، چې  دغه دستګاوې د کرنې د میکانیزه کېدو او د لوړ کیفیت او ډېر حاصل د تر لاسه کولو له پاره بزګرانو ته وېشل کېږي.
 
ښاغلي درانی زیاته کړه« د موثرو ګامونو په لړ کې نن د هېواد پر پنځو کرنیزو زونونو «کابل، ننګرهار، بغلان، هرات او بلخ» د «لایزلیول» یا د ځمکې د هوارولو ۳۶ دستګاوې وېش په پام کې نیولی دی، چې له دې ډلي نن د مرکز پر زون شپږ د ستګاوې و وېشل شوې او پاتې نور ۳۰ دستګاوې به هم نورو زونونو ته لېږل کېږي چې، تر وېشلو وروسته به په کار پیل وکړي.»
 
وزیر زیاته کړه، چې له کرنیزو ماشینونو څخه ګټه پورته کول له ۲۰ څخه تر ۳۰ سلنه پورې د تخم او کیمیاوي سرې مصرف او تر ۵۰ سلنه د اوبو مصرف کموي.
 
د لایز دستګاوو ټولیز لګښت ۱۱ میلیون او ۶۰۰ زره افغانۍ ده، چې د کرنې وزارت په کرونده ګې د ابو د تنظیم پروژې له خوا پېرل شوي دي.

دغه دستګاوې هر یوه یې ۳۲۲ زره افغانۍ ارزښت لري چې، ۳۰ سلنه لګښت یې بزګرانو او ۷۰ سلنه نور لګښت یې د کرنې وزارت له خوا ورکول شوي دي.
 
 یادې دستګاوې د ځمکې د هوارولو او مسطح  د کولو په موخه کارول کېږي او د دې مهمې اغېزې دا دي چې بزګران کولای شي، په هواره ځمکه کې په عصري ډول کرکېله وکړي او په ډېر لږ اوبو سره خپلې کروندې خړوبه کړي.
 
د دغو دستګاوو نورې اغیزې د کتار په ډول کرکېله یا کرل دي چې، یوازې په هوارو ځمکو کې دغه ډول کرل شونې دي، او دغه اسانه کرل، خیشاوه او حاصل ټولول د لایز ماشینونو نورې ګټې دي.
 
په ورته وخت کې د کرنې وزیر دا هم و ویل، چې د دې وزارت په کرونده کې د اوبو د تنظیم پروژه له تېرو دوو میاشتو را په دېخوا د هېواد ۱۶ ولایتونو د کرنې ریاستونو ته د کرنیزو ماشینونو بستې هم چمتو کړي دي.
 
دغه مرستې چې، هرې ولایت ته ۱۸ عرادې دي په کې ټراکټورونه، ټرالي او درېبلو ماشین شامل دي چې، کابل، کاپیسا، پروان، لوګر، میدان وردګ، پکتیا، پکتیکا، ننګرهار، لغمان، کنړ، بغلان، بلخ، سمنګان، سرپل، جوزجان او هرات ولایتونو ته رسول شوي دي.
 
په دغو بستو کې همداراز د «لایزر» ۱۲ دستګاوې او ۳۵ عرادې موټرسایکلونه هم شامل دي او ټولیز لګښت یي ۲۸ میلیونه او ۵۰۰ افغانۍ دي چې، د لایزري ماشینونو سره یې ټولیز لګښت څه باندې ۵۰ میلیونه افغانیو ته رسېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي