د هند د بهرنیو چارو وزارت سرچینې وايي، له افغانستان سره د اړیکو د لا پراختیا او یو لړ نورو ستراتېژیکو مسایلو په اړه په دې وروستیو کې یوه غونډه لري.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ویل کېږی، په دې غونده کې به د نورو مسایلو تر څنګ د دواړو هېوادونو همکارۍ، سوداګري او مرستې تر بحث لاندې و نیول شي.
هند ویلي د افغانستان د څلور کلن امنیتي پلان له مخې هندي حکومت هم غواړي د دغه هېواد د نظامي پياوړتیا په برخه کې همکارۍ وکړي.
هندي رسنیو د دغه سرچینو له قوله ویلي، هند غواړي د افغان ځواکونو، په تجهیز، روزنه او د ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې له افغانستان سره مرسته وکړي.
د سرچینې په وینا د امریکا له ټینګار وروسته هند ژمنه کړې چې د افغان پوځ د ظرفیتونو په لوړولو او همدا راز نظامي برخو کې به مرسته کوي.
دغه سرچینه همدا راز وايي، د یادو مرستو په لړ کې به ډېر ژر ام ای-۳۵ جنګي الوتکې افغان پوځ ته ورکړل شي.
جمهورخبري آژانس:کابل